ټولنه

په ميدان وردګوکې د ځوانانو ورځ ونمانځل شوه

  ميدان ښار/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
د ځوانانو نړيواله ورځ پرون په ميدان وردګو ولايت کې ونمانځل شوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې : 
د ځوانانو نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې د ميدان وردګو ولايت د يوشمېر مسوولينو او ځوانانو په ګډون  د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تالارکې ونمانځل شوه.
د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد اورنګ مختار وويل 
چې ځوانان  بايد زده کړه وکړي او د ويوالي او پيوستون او د هېواد په پرمختګ
کې هم رول ولوبوي.
دغه راز  د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل په دې غونډه کې  وويل د ولايت د مقام دروازه د ځوانانو پرمخ پرانستې ده او دوى کولاى شي د خپلو ستونزو د حل کولو په خاطر دغې ادارې ته مراجعه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د ځوانانو د پارلمان استازې ظريفې په خپلو خبروکې وويل: ځوانان کولاى شي د سولې په ټينګښت او د هېواد د ودانولو او پرمختګ په لاره کې فعاله ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته