امنیت

د ذوالفقارعمليات پاى ته ورسيدل

کابل باختر دوري  دمياشتې ١٩ :
دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ذوالفقارعمليات د ٤١٨ تنو دښمنانو په وژلو سره پاى ته ورسيدل.
په سنګين او شاوخوا ولسواليوکې د ذوالفقار په نامه د ملي اردو٥٠ ورځني عمليات اوس پاى ته رسيدلي دي.
د ملي دفاع وزارت، دغه عمليات بريالي وبلل او ټاکل شوې ده دهلمند دشورابک  په سترې پوځي اډه کې يوه غونډه جوړه او په دې باب معلومات وړاندې کړي.
دخبر ځاى دڅرګندونو له مخې: پوليسوخپلې څه ناڅه ١٨ پوستې خوشې کړې او د دغې ولسوالۍ د مرکز په لور روان شوي دي.
د ذوالفقارعمليات د تېرکال د سلواغې د مياشتې په ١٩ نيټه په سنګين ولسوالۍ کې پيل شوي و.
باختر آژانس د کورنيوچارو وزارت د وياند له دفتر سره د پرله پسې اړيکو سره سره بريالى نه شوچې په دې باب ددوى نظر ترلاسه او زيات جزئيات وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته