خبرونهټولنه

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې يو استنادي ديوال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل، د لړم ۶مه، باختر
د هلمند ځايي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د يو استنادي ديوال جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ياد استنادي ديوال د سنګین ولسوالۍ په څاروان قلعه کي د هراتيانو د چکي ویالې سیمه کې جوړ شوی، تر څو هلته د شته رود د احتمالي تهديد مخه ونيسي.
دغه سیمه چې د رود تر تهدید لاندې او د خطر سره مخ وه، د سیمې خلک یې د ډېرو ستونزو سره مخ کړي وه، چې د هلمند ولایت مقام په مالي ملاتړ او د هلمند منځنۍ فرعي سیندیزې حوزې ریاست په تخنيکي همکارۍ یې د سېلابونو څخه د خوندیتوب په خاطر استنادي دیوال پروژه عملي او کارونه یې بشپړ شول.
د سیمې خلکو د یادې پروژې په ترسره کېدو د اسلامي امارت څخه مننه وکړه او د ورته نورو پروژو د ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه، تر څو په ژمي کې د سېلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شي.
سيد محمدالله هاشمي، افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا