ټولنه

په لښکرګاه ښار کې د يو کليومتر سړک د پخولو چارې پېل شوې

لښکر ګاه باختر د وږي د میاشتې ۲۶ مه
د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د ښار دريمې ناحيې اړوند د کارتلګان او لب جوی ترمنځ  سيمه کې د شاوخوا يو کلیومتر سړک د پخولو چارې پېل شوې.
د هلمند والي حيات الله حيات باختر اژانس ته وویل چې له ماسټر پلان سره سم به د ښار په ټولو برخو کې په معياري توګه د سړکونو او کوڅو د رغېدو ترڅنګ په خپل سرجوړشوي کورونه او دکانونه ړنګ او هم به د غاصبانو جدي مخنيوی وشي.
والي زياته کړه، ښار عامه خدمتونو ته اړتيا لري او دا چارې هغه وخت ترسره کېدای شي، چې ولسونه همکاري وکړي او ښاري خدمتونو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
د لښکرګاه ښاروال انجينر مطيع الله بهير وويل چې، دغه سړک د ښاروالۍ په تشويقي بوديجه د شاوخوا درېو میليونو افغانيو په لګښت جوړېږي.
بهير زياته کړه، د ولايتي ادارې په ځانګړې پاملرنه يې د دغه سړک په اوږدو کې په خپل سرټول جوړشوي کورونه، او دوکانونه د دې له امله ړنک کړل څو له غصب کېدو مخه ونيول شي .
ښاروال وويل: ددغه سړک رغېدل به خلکو ته په ګڼو اسانتياو رامنځته کېدو سربېره د امنيت او نورو غېرقانوني کړنو په مخنيوي کې هم ستر رول ولري.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته