سیاست

تبصره

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢١
داسلام آباد په پته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني څرګندونې ښيي چې دجګړې او فتني دسياست په نسبت دافغانستان دمشرتابه دصبر کاسه ډکه شوې ده.
دباختر آژانس مبصر ليکي: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  وړمه ورځ په يوه خبري غونډه کې دافغانستان دامنيتي حالت په باب معلومات ورکړل او دافغانستان په وړاندې دپاکستان د دوه ګوني سياست په باب يې طرحه کړه.
اوس هم دجګړې پيغام له پاکستان څخه راليږل کيږي،او د ترورستي او ځانمرګي بريدونو ځالې په دغه هيواد کې فعالې دي.
جمهور رييس په دې لنډه او ژوه سياسي وينا کې دپاکستان واکمنانو ته طرحه کوي.
چې دافغانستان له ژور سياسي نرمښت سره سره چې په ښه ګاونډيتوب کې جرړې لري، پاکستان اوس هم ډاراچوونکي جوړوي،سمبالوي او په وژوونکو او چاودوونکو وسايلو سره يې افغانستان ته را استوي. او دهيواد دبيلابيلې سيمې دخلکو په وژن ځايونو بدلوي.
له بله پلوه په دې لنډه جمله کې وايي چې د سيمې دهيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو ښه والې دافغانستان دبهرني سياست په سرکې ځاى لري. او په همدې بنسټ جمهور رييس له انتخاباتو وروسته پاکستان ته سفر وکړ. چې ددغه هيواد له مقاماتو سره په خبرو کې دبې باورۍ جرړې وچې کړي. له هغه وروسته يې دملي اردو يو شمير افسران يې د زده کړې لپاره دغه هيوادته واستول.
له پاکستان سره دافغانستان نږدې او تودو اړيکو آن په ځينو مواردو کې له نورو هيوادونو سره په اړيکو سيورى واچاوه.
خو افغانستان په دغه هيواد او سيمه کې دسولې د ټينګښت په خاطر په صبر او زغم سره داسې سياستونو ته چې په ښه ګاونډيتوب ولاړ دي ،دوام ورکړ.خو په مقابل کې پاکستاني سياستوالو دملاعمر او په حقاني  مړينه پټه کړه چې په افغانستان کې دجګړې تنور يې تود ساتلى وي له ډاراچوونکو سره له ملاتړ څخه يې لاس وانه خست تر دى چې په هيواد کې يې امنيتي حالت دومره پيچلې او خطرناک کړ چې دمشرتابه دصبر او زغم کاله يې ډکه کړه او په ډاګه يې پاکستان ته وويل چې اوس هم دجګړې پيغام له پاکستان څخه افغانستان راليږل کيږي.
دافغانستان جمهور رييس په وار وار طرحه کړې وه چې دې عمل ته سترګې پرلاره دى.
هغه عمل چې په سيمه کې دسولې ضمانت وکړي په پاکستان کې د ډار اچوونکو ځالې وتړلې شي او پټنځايونه يې ويجاړ شي خو داسې ونه شول بلکې د زړو سياسي چلندونو له مخې د ټولو ښه نيتونو په وړاندې دافغانستان کمزورى او نوروته محتاج سياست تعقيب شو.
اوس په پاکستان پورې اړه لرى چې دجمهور رييس په خبره ثابته کړي چې دپاکستان دولت له افغانستان دوست دى که دښمن .
په مسلمه توګه دسيمې او نړۍ اوسنۍ حالت سياسي پوهې ته اړتيا لري. او له صداقت سره جوخته پوهه کولاى شي دستونزې خوټه پرانيزي نه ټګي اوبرګي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته