امنیت

د ځمکې دغضبولوپه تور ديارلس تنه ونيول شول .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
ديارلس تنه  دځمکې دغضبولو په  تور چې غوښتل يې دځمکې له خاوند څخه پيسې ترلاسه کړي دهرات ولايت دپوليسو له خوا ونيول شول .
دغو کسانو چې د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په غضب شوي  ځمکه کې  کافي شاپ جوړ کړى و  او په هغه کې يې نشه يي توکي استعمالول اوغير مشروع کارونه يې ترسره کول  دځمکې دخاوند دعريضې پربنسټ  او دهرات ولايت دامنيه قوماندان دجدي لارښوونې له مخې  د شپږمې امنيتي حوزې دپوليسو له خوا ونيول شول .
  له دغو کسانو څخه يوه ترکي تومانچه ،  يوه توره ، سل ګيلوګرامه چرس او دموسيقي يوشمير سامان الات ترلاسه شوي دي .
دهرات پوليس وايي  چې نيول شوي کسان تر پوښتنې لاندې دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته