امنیت

نولس تنه سرتيري په کونړکې شهيدان شول

کابل باختر دکب څلورمه :
دملي اردو نولس تنه سرتيري دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو د بريد له امله شهيدان شول .
په پيښه کې د ملي اردو اووه تنه نور سرتيري هم د وسله والو طالبانوله خوا نيول شوي دي.
دکونړ د والي ويندوى باخترآژانس ته وويل: وسله والوطالبانو نن سهار دڅلوروبجو په شاوخواکې دکونړ ولايت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوستو پراخ بريدونه کړل چې له امله يې د ملي اردو نولس تنه سرتيري شهيدان او اووه تنه نور يې د وسله والو طالبانوله خوا ونيول شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دغه پيښه  تاييدکړه او ويې ويل چې اوس په ساحه کې جګړه روانه ده.
دده دڅرګندونو له مخې: د دغې جګړې په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت ويندوى په غازي آباد ولسوالۍ کې دملي اردو په پوستو د وسله والوطالبانو بريد تاييد کړ، خو د سر د زيان په باب يې څه ونيول.
ددغې پيښې زيات جزئيات وروسته وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته