روغتیا

څلورديرش تنه روږدي کسان په پنجشيرکې تداوي شوي دي

 کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٨ :
په پنجشير ولايت کې په نشه يي توکو يوشمېر روږدي کسان تداوي شوي دي.
د پنجشير ولايت د روږدو کسانو په شل بستريز روغتون کې د روان کال په لومړيو شپږومياشتوکې ٣٤ تنه روږدي کسان تداوي شوي دي.
د پنجشير ولايت د روږدوکسانو د درملنې د شل بستريز روغتون مسوول ډاکتر حامد احمدي باختر آژانس ته وويل چې په نشه يي توکو ٣٤ تنو روږدوکسانو له يوې نيمې مياشتې درملنې وروسته خپله روغتياترلاسه کړې او کورنيو ته يې سپارل شوي دي .
احمدي زياته کړه چې دغه روږدي کسان په خپله خوښه په دغه روغتون کې تداوي شوي دي.
ده وويل: د ورزشي ځاى، د انګړ د ديوال او د ترانسپورت نشتوالى ددغه روغتون له جدي ستونزو څخه شمېرل کيږي.
احمدي څرګنده کړه چې روږدي کسان په دغه روغتون کې په دوو پړاوونوکې چې د درملو او زرقياتو ورکول او د پوهاوي ورکول دي؛ تداوي کيږي.
له بله پلوه ويل کيږي چې اوس په نشه يي توکو څه ناڅه ١٤تنه روږدي کسان  په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته