کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه
پنځلس وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب کې ووژل شول .
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د فارياب په ګرزيوان او قرمقول ولسواليوکې له کومانډو ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په جګړه کې ١٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند وويل: په پېښه کې يو امنيتي منسوب شهيد شو او دوه نور يې ټپيان شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ