امنیت

جمهوررئیس غني له یو شمېر امنیتي منسوبینو سره ټيليفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د فاریاب ولایت د لومړۍ لوا قوماندان جنرال جنت ګل، د کونړ د مرورې ولسوالۍ د قرارګاه قوماندان سمونیار سیدعزیز او د شاهین قول اردو د لومړى کنډک د دویم ټولي افسر لومړي بریدمن بریالي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
یادو امنیتي مسوولانو د خپل امر لاندې د محاربوي فعالیتونو، اجراآتو او په اړوندو ساحوکې د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.
د هېواد جمهوررئیس د دښمنانو په ځپلو او د دښمن د محاصرې په ماتولوکې د دوی میړانه او اتلولي وستایله او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې په موقع اکمالات د دښمن په مقابل کې د بریالیتوب مهم لامل وباله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته