سیاست

دافغانستان د باميانو ولايت او د چين دګنسو ولايت ترمنځ د خورلنډتوب تفاهم ليک لاسليک شو

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣١  :
دوريښمو دلارې  دلومړني نړيوال فرهنګي سيمينار ترڅنګ نن دافغانستان   داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست دمرستيال محمدمحقق اودچين دولسي جمهوريت د ګنسو ولايت دوالي لين دو  په شتون دافغانستان دباميانو ولايت 
اود چين دګنسوولايت ترمنځ دخورلنډتوب تفاهم ليک لاسليک شو.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دافغانستان له خوا په بيجينګ کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت سفير جانان موسي زي  او دچين له  خوا د ګنسو ولايت دبهرنيو اړيکو رئيس  ددون هوانګ په تاريخي اوفرهنګي ښار او ددغه نندارتون دجوړولو په ځاى کې دغه تفاهم ليک لاسليک کړ.
دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجرائيه رياست دمرستيال  او دچين دولسي جمهوريت دصدراعظم دمرستيال ترمنځ په  پرونۍ  کتنه کې،دواړو لورو هيله وکړه چې دافغانستان دبلخ ولايت او دچين  دجيانګسو  ولايت  چې ددواړو هېوادونو ترمنځ داوسپنې دپټلۍ دپيوستون  دوه مرکزونه دي   او لومړى  کتار يې د روان ميلادي کال داګست په مياشت کې  دمزار شريف ښار ته ورسيد ، ددغو دواړو ولايتونو ترمنځ د خورلنډتوب تفاهم ليک هم په  نږدې راتلوونکي کې لاسليک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته