امنیت

يوه ځوانه نجلۍ او ورور يې په تخار کې ووژل شول .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
يوه ځوانه نجلۍ له خپل ورور سره نن له غرمې وروسته ديوه ناپيژاند سړي له خوا په تخار کې په ډزو سره ووژل شوه .
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر او سرپرست سيد جهانګير کرامت دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه ديوه غير مسوول  وسله وال سړي له خوا  دفرخار  ولسوالۍ په کندال  کلي کې ووژل شول .
  کرامت ددغې قضيې دليل  شخصي دښمنۍ  وبللې او ويې ويل چې پوليس هلې ځلې کوي ددغې پيښې عامل چې له ساحې څخه تښتيدلى دى  ونيسي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته