نړۍ

د هندي ځواکونو په ډزوکې د څلورو تنو پاکستانيانو وژل کيدل

-اسلام اباد  باختر د لړم  يوولسمه :
د کشمير د سرحدي کنترول په کرښه کې د هندي ځواکونو د ډزو په دوام پرون هم د يوې ښځې په ګډون څلورتنه ملکي وګړي دپاکستان په سرحدي سيموکې ووژل شول.
د پاکستان اردو د يوې وينا په صادرولو سره يوځل بيا ادعا وکړه چې ډزې د هندي لوري له خواپيل شوې او پاکستاني ځواکونو هم د هندي ځواکونو ډزو ته لازم او متقابل حواب ورکړ.
په وروستيو ورځوکې هم د پاکستان اردو د کشمير د سرحدي کنترول په کرښه  کې د متقابلو ډزو له امله ددغه هېواد يوشمېر نورو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړى و.
هند ادعا کوي چې د پاکستان يوشمېر پوځيان يې وژلي دي؛ خو د پاکستان اردو دغه ادعا ردوي .
  له څلورو مياشتو را پديخوا چې د هند تر کنترول لاندې کشيمر په سيمه کې د نا اراميو نوې څپې پيل شوې دي.
د هند او پاکستان اړيکې د دغې موضوع او له هغې  وروسته د نورو بدلونونو تر اغيزې لاندې راغلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته