ټولنه

په بلخ کې دوه سوه کورنيو ته دڅښاک اوبه تامين شو .

کابل باختر د چنګاښ  اوولسمه :
داوبو رسولو يوه شبکه پرون په بلخ ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دسويدڼ دکميټې رييس  نجيب الله يزدان پناه باختراژانس  ته وويل چې دغه شبکه  ددغه ولايت په شولګرې  ولسوالۍ کې دسويډن دکميټې له خوا ديو مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت  جوړه شوې  ده
ده زياته کړه ددغې شبکې په پرانستلو سره په دغه سيمه کې ددوه سوه کورنيو دڅښاک اوبه  تامين شوى دى .    ختم- عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته