امنیت

دپاکستاني هليکوپتر دسپرليو چټک خوشي کولو يو لړ پوښتنې پيدا کړي دي .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د رارسيدلو خبرونو له مخې: د راغورځيدلې پاکستاني هليکوپټر ټولې سپرلې چې دافغانستان په لوګر ولايت کې بيړنۍ ناسته کړې وه خوشې شوې دي .
دغه خبرونه چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت له خوا دخپرې شوې خبرپاڼې پر بڼسټ ليکل شوي دي دسياسي کړيو او خلکو ترمنځ زياتې پوښتنې رامنځته کړې دي .
دباختر آژانس خبريال ليکي : له هغه وروسته چې په لوګر ولايت کې دښکيلو ډلو له خوا دپاکستاني هيلکوپټر دسپرليو داسارت په باب خبرونه خپاره شول داسې ګومان کيده چې طالبان به په اسانې سره حاضرنه شي چې دهغه سپرلۍ چې زياتره يې پاکستاني اتباع و آزاد کړي – ځکه هغه کسان چې مسافران وژني په خپلو خلکو رحم نه کوي پاکستانيان به څنګه خوشې کړي خو دوخت تيريدو دغه حقيقت ثابت کړ چې طالبان هيڅکله نه غواړي دهغو کسانو په وړاندې چې دهغوى دملاتړ وړ دي له سپين سترګې څخه کارواخلي .
دسياسي کارپوهانو په باور که چيرې ددغه هليکوپټر سپرلۍ له پاکستانيانو پرته دافغانستان اويا د نورو هيوادونو اتباع واى دقندهار – کابل ،کابل – کندز او دنورو لويو لارو دمسافرو له برخليک سره مخامخ کيدل .
خو ښه بخت يې درلود چې پاکستاني اتباع و دهغه هيواد چې د طالبانو دپيدايښت ځاى په دغه هيواد کې دى ، د دوى دروزنې مرکزونه په دغه هيواد کې دى ، دهغو دتمويلولو منابع په دغه هيواد کې دى هغوى به څنګه وکولاى شي دخپلو بادارانو په وړاندې بې احترامي وکړي په هر صورت د طالبانو له خوا هغه په څو ورځو کې دپاکستاني هليکوپټر دسپرليو خوشې کول د افغانستان د زياتو خلکو ترمنځ په معما بدله شوې ده چې روښانه ځواب يې دسيمې له استخباراتو او ځانګړو کړيو سره دى ځکه طالبانو هيڅکله داسې نه دي کړي ان هغه کسان يې چې له لويو لارو څخه نيولي دي ، وژلي دي خو پاکستانيان يې آزاد کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته