نړۍ

د سوريې جمهور رئيس ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری.

واشنګټن – بی بی سی – باختر د ثور د میاشتې ۱۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د سوريې جمهور رئيس بشار اسد ته خبرداری ورکړ چې د پوځي بریالیتوب لپاره له زور څخه کار اخيستل د ده هیواد د کورنۍ جګړې پای ته رسوونکی نه دی.
جان کري ويلي دی که چیرې سوريې حکومت د تاوتریخوالي د کمښت لپاره د قرار دادونو ترپښو لاندي کولو ته دوام ورکړي،ناوړي پایلې به ولري.
د تاوتریخوالي زور اخيستل په تیره بیا په حلب کې، په سوريه کې محدود اوربند ګوا ښوي. په تیرو لسو ورځو کې په حلب کې د نښتو له امله څه نا څه دوه سوه پنځوس تنه وژل شوي دي.
د دیپلوماتیکي هڅو په زور اخيستو سره د روسيې د بهرنیو چارو وزیر پرون اعلام وکړ چې ښايي د سوريې د دولت په یو اړخیر اوربند کې حلب هم شامل شي.
د سوريې د بحران په باره کې د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړي استازی استیفن دیموستورا د روسيې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لارووف سره په مسکو کې وکتل.
ده له دغې کتنې وروسته خبر یالانو ته وویل چې روسیه د ملګرو ملتو د سازمان او د امریکا سره د سلا مشورو په حال کې ده چې حلب هم د اوربند په محدوده کې ور زیات شي.
لاذقیه او دمشق اوس په دې محدوده کې دي.
د سوريې د بشر حقوقو مدافع ډلې پرون خبرورکړ چې د حلب ښار په محدودې. چې د دولتي ځواکونو په لاس کې ده د دولت د مخالفو ډلو راکټي بریدونه د کابو شلو تنو د وژل کیدو سبب شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته