امنیت

يوه ميرمن په بادغيس کې ووژله شوه .

کابل باختر د غبرګولي  ديارلسمه :
يوه اتلس کلنه نجلۍ  پرون په بادغيس ولايت کې دخپل ورور له خوا ووژل شوه .
دبادغيس ولايت دښځو دچارو رييسې زرغونې شيرزاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه دپنجشنبې  په ورځ دبادغيس ولايت مرکز دلامان سيمې په ابدول کلي کې رامنحته  شوې ده
شيرزاد زياته کړه دغه نجلۍ يوه اوونۍ مخکې له خپل کور څخه وتښتيده او له يوسړي  سره اړيکه ټينګه کړې وه چې خپل ماما  کورته دبيرته راتګ په وخت کې دخپل ورور له خوا ووژل شوه .
  دې زياته کړه چې ددغې پيښې په اړوند دنجلۍ ماما نيول شوى دى او ورور يې  تښتيدلى دى .
دده دنيولو لپاره دپوليسو هلې ځلې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته