امنیت

په بدخشان کې يو سړی د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونيول شو

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
د بدخشان پوليسو پرون يوتن د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند په دغه ولايت کې ونيو.
د بدخشان پوليسو وياند ثناالله روحاني باختر آژانس ته وويل پوليسو دغه سړى له ۴ کيلو او ۶۰۰ ګرامو اپينو سره د فيض آباد – کشم لویې لارې په اوږدو کې په يوه امنيتي پوسته کې ونيو.
هغه وويل چې دغه سړي دغه نشه يي توکي په يوه بوشکه کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې هغه بلخ ته ولېږدوي.
روحاني زياته کړه: له نيول شوي سړي څخه پوښتنې دوام لري.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته