-کابل / دزمري ٢٦مه/باختر:
د ښځو د چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د زابل د ولايتي شورا له رييس سره په کتنه کې د هېواد په بېلابېلو چارو کې د ښځو رول ارزښتناک وباله .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د زابل د ولايتي شورا رييس عطامحمد حق بيان او د دغې شورا غړې زر بي بي سليمان خيل د زابل د ښځو اود دغه ولايت د ښځو د چارو د رياست ستونزې د ښځو د چارو وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې .او د هغو د څېړنې پوښتنه يې وکړه .
د ښځو د چارو وزارت سرپرستې د هېوادپه بېلابېلو چارو کې د ښځو رول ارزښتناک وباله او ډاډ يې ورکړه چې د زابل ولايت د ښځو ستونزې به وڅېړل شي
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل