(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د هنر او کلتور مرستیال د استاد بهره له فرهنګي مرکز څخه ليدنه وکړه

کابل، د وږي ١١مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د استاد عبدالواحد بهره له فرهنګي مرکز څخه ليدنه وکړه.

ولي شاه بهره د دغه فرهنګي مرکز مسوول د هېواد د وياړلو علمي، ادبي، عرفاني، فرهنګي او تاريخي ارزښتونو معرفي کول د استاد بهره فرهنګي مرکز له موخو څخه وګڼل او هرات یې د فرهنګونو مدنیت وباله چې بايد پياوړى شي.

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي په یاد فرهنګي مرکز کې شته تاریخي اسناد او انځورونه او نور فرهنګي آثار هېواد کې يوه بېلګه وبلله او ويې ويل، چې دغه آثار د هېواد ژوندى تاريخ دى.

عزیزي د استاد بهره ادبي او فرهنګي فعاليتونه بې ساري وبلل او ويې ويل، چې د فرهنګي چارو د ودې لپاره به کار وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا