سیاست

په کابل کې دبريتانيا دشاهي هيواد له سفيرې سره دبهرنيو چارو دوزير کتنه.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې دبريتانيا دشاهي هيواد له سفيرې ميرمن کرين پيرس سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پيل کې دبهرنيو چارو وزير دهيواد د روان حالاتو او دافغانستان داسلامي جمهوريت دهيئت په مشرۍ پاکستان ته دخپل وروستي سفر او ددغه هيواد له مشرتابه سره ددغه هيئت دخبرو په باب معلومات ورکړل وروسته په کابل کې دبريتانيا دشاهي هيواد سفيرې دبهرنيو چارو له وزير سره دکتنې دفرصت له امله دمنننې په څرګندولو سره په کابل ښارکې وروستۍ پيښې او سخت ترورستي بريدونه چې زموږ دسلګونو تنو بيګناه هيواد والو دشهادت او ټپي کيدو سبب شول انديښنه څرګنده کړه او دهيواد والو دشهادت په نسبت يې دبهرنيو چارو وزير ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
په پاى کې په کابل کې دبريتانيا دشاهي هيواد سفيرې دسولې له عالي شورا سره دمالي همکاريو د دوام لپاره ددغه هيواد دتيارى ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته