_ مزارشريف / باختر د زمري٢٦مه
په تېرو٢٤ ساعتو کې ٣٥ طالبان په بلخ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د امنيتي او دفاعي منسوبانو په هغو عملياتو او نښتو کې چې د هوايي پوځ په ملاتړ د بلخ د دولت آباد او شولګرې ولسواليو په مربوطاتو کې دوام لري، وژل شوي دي.
رضايي زياته کړه، چې په دغو پيښو کې ٧ نور وسله وال طالبان ټپيان او د دښمن د جنګي وسايلو يوه ډيپو هم ويجاړه او له منځه وړل شوې ده.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ