سیاست

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي یان کوبیش سره په ارګ کې، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ښاغلي یان کوبیش په کابل ښار کې وروستۍ تروریستۍ پېښه وغندله او د دغې پېښې د قربانیانو د کورنیو په ګډون یې د افغانستان دولت او خلکو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګند کړل.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي په بریالیتوب سره  د کابل پروسې کنفرانس په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان حکومت هڅې يې وستایلې چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې د دغه کنفرانس کوربه توب او رهبري وکړه.
ښاغلي یان کوبیش وویل، کابل ته یې د سفر موخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د چارو ارزول دي، تر څو د یوناما ماموریت یو سټراټيژیکه ارزونه ترسره او بیا یې له مخې په یاده اداره کې لازم اصلاحات راولي. 
جمهوررئیس غني د کابل د وروستیو تروریستي پېښو په اړه د ښاغلي یان کوبیش له همدردۍ څخه په مننې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د ارزونې او اصلاحاتو د پيل هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دغه ارزونه او اصلاحات به افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چارو اغيزمنتوب زیات کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته