امنیت

په فارياب کې دطالبانودوه سيمه ييز سر ګروپان ووژل شول

کابل  د لیندۍ ۱۸ باختر
د وسله والو طالبانو دوه سیمه ييز سر ګروپان پرون په فاریاب کې ووژل شول .
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی د باختر اژانس خبریال ته وویل په امیني مشهور امان الله په فاریاب کې د طالبانو لپاره  دنومول شوي والي مولوي عبدالرحمن د دفتر مسوول او په دغه ولایت کې دطالبانو مهم سر ګروپ په خالد مشهور زین الله له دریو تنو نورو افرادو سره یی دفاریاب  دالمار ولسوالۍ په تیمورک کلي کې ووژل شول.
هغه زیاته کړه په دغه برید کې یو بل طالب ټپي شو . سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته