امنیت

په لغمان کې د پنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د ثور ٣١
پنځه تنه ډاراچوونکي په لغمان ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو نن سهار د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي.
د سيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي په دغو پوځي عملياتوکې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو يوه ډيپو هم د پوځيانو لاس ته ورغلې ده .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په لغمان کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار د لغمان ولايت له ګڼ ميشتو لارو له دې جملې څخه  د مهترلام _ الينګار او مهترلام _ قرغيو ولسوالۍ له لويو لارو څخه پنځه ماينونه  کشف او شنډ کړل .
پوځيان  وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښځولو مسوول بولي .
  ختم_ ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته