ښوونه او روزنه

په غور کې ښوونکي دخپلو حقوقو غوښتنه کوي .

کابل باختر د زمري اتمه :
دغور ولايت دڅه دپاسه سلو ښوونځيو ښوونکو ددويم ځل لپاره دخپلو حقوقودنه ترلاسه کولو په دليل دتحصن خيمه ودروله .
  دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې دتحصن برخه والو دغور ولايت دمستوفيت ددروازې په وړاندې ادعاوکړه چې ددوى ټول سندونه ددغه ولايت دپوهنې رياست له خوا  بشپړ شوي دي او د مستوفيت اداره دنامعلوم دليل له مخې ددوى معاشونه نه اجرا کوي دوه تنه اعتراض کوونکي ښوونکي وايي چې دسيمه ئيزو مسوولانو سياسي لوبې ددې سبب شوي دي چې له دولسو مياشتو راپديخوا  ددوى حقوق ورنه کړى شي .
دوي وايي سره له دې چې له مرکز څخه يو هيئت ددغې ستونزې دحل کولولپاره غور ته ورغلى و خو له يو څو ژمنو پرته هيڅ کار يې دوى ته ترسره نه کړ .
اعتراض کوونکي وايي تر هغه وخته پورې چې خپل حقوق ترلاسه نه کړي له اعتراض څخه به لاس وانه خلي او داځلې به دښوونځيو دروازې وتړي .
  خو دغور مستوفي وايي چې تراوسه پورې  هيڅ داسې سند چې دښوونځيو دبيا پرانستلو او دښوونکو دمعاشونو داجرا کولو څرګندوي وي ددغه ولايت دپوهنې رياست او دامنيتي بنسټونوله خوا دغې ادارې ته نه دي رسيدلي .
دغور ولايت دپوهنې رياست سرپرست فضل الحق  نجات وويل چې  له سيمه ئيزې ادارې سره په همغږى  کې د اړوندو ښوونځيو دښوونکو دمعاشونو په ويش کې  اجراات کړي دي  اوپه دې اړوند هيڅ مسووليت نه لري .
دغور ولايت دملي امنيت رياست تيرکال خبرورکړى و چې په دغه ولايت کې يوسلو ديارلس ښوونځي تړلي دي او مستوفيت ته يې لارښوونه وکړه  تر هغه وخته پورې چې دغه ستونزه حل شوې نه وي ددغو ښوونځيو دښوونکو معاشونه دې ورنه کړى شي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته