کابل باختر د وږي ديارلسمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه يو ديني عالم او د هغه دوه زامن دغزني ولايت د اندړوپه ولسوالۍ په خپل کورکې ووژل .
دغزني ولايت دقره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو يو ديني عالم او قومي مخور مولوي نور الحق د هغه له دوو زامنوسره دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د عبدالرحيم په کلي کې شهيدان کړل .
دقره باغ ولسوال فضل الرحمن نظر وال چې له ارواښاد سره خپلوى لري؛ وويل: طالبانو مولوي نور الحق په اندړوکې له پاڅون کوونکو سره د ملاتړ له امله شهيد کړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ