امنیت

په فارياب کې غلو دمسافرانو پيسې غلا کړې .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
وسله والو کسانو تيره شپه په فارياب ولايت کې دلسو موټرونو سپرليو پيسې او مالونه لوټ کړل .
دغه کسان دمزارشريف  له ښار څخه دفارياب ولايت ته روان وو چې دغلو له کمين سره مخامخ شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال بريالي  بشيريار باختراژانس ته وويل: وسله والو غلو دميمنې ښار دشپږ کيلومترۍ واټن په کته کم سيمه کې چې ددوو امنيتي پوستو  ترمنځ موقعيت لري لس مسافر وړونکي وسايط  ودرول او دسپرليو پيسې او ټول قيمتي لوازم يې له ځان سره يوړل .
دقيصار ولسوالۍ اوسيدونکي بسم الله يوله دغوسپرليو څخه دى ٫چې پنځه سوه زره افغانۍ يې وسله والو غلو لوټې کړې دي .
بسم الله وايي اته کاله مې په ترکيه کې کار وکړ خولې مې تويې کړې او کړاونه مي  ګالل  خو غلو په يوساعت کې رانه يوړې .
  يو موټر چلوونکي  هدايت الله وايي شپه او ورځ کارکوم چې خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ  پيداکړم خو غلو زموږ اختر تريخ کړ .
دامنيت آمر وايي دورځې له خوا په دې ساحه کې په بشپړه توګه امنيت تامين دى او په پام کې دي چې په دغوسيموکې  نوى امنيتي پوستې  جوړې کړو چې دخلکو دغه ستونزه پاى ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته