ټولنه

د ځوانانو نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

کابل باختر د زمري د مياشتې ١٧ مه
هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لغمان عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د لغمان د والي په ګډون سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس، دلغمان ولايت امنيه قوماندان، د ولايتي شورا غړو، مهترلام ښاروال، د يو شمېر نورو ادارو مسولينو، لسګونو ځوانانو او ښځينه وو په کې ګډون کړی و.
باختر اژانس ته  په رارسيلدوخبروکې ويل شوي دي
د غونډې په پيل کې دلغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان د پرانستوونکې وينا ترڅنګ راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، ده د خپلو خبرو په ترڅ کې پر ځوانانو غږ وکړ، چې د يووالي او د نظام د ټينګښت لپاره کار وکړي.
ده وويل: ځوانان د پوره انرژۍ او قوي هوډ په درلودلو سره کولی شي چې ډېرې رغنيزې چارې ترسره کړي، نو هيله ده، چې ځوانان هيڅ فرصت له لاسه ور نه کړي، شپه او ورځ بايد کار وکړي، څو هېواد مو اباد شي.
ده دهغو تعليمي مرکزونو له مسولينو مننه وکړه چې د دوی له لوري معرفي شوي، ځوانان او تنکي ځوانان يې په تخفيف او يا هم په وړيا ډول روزلي دي.
ده ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به په راتلوونکي کې ټول هغه روزنيز مرکزونه وستايي چې د ځوانانو په روزنه کې رغنده ګامونه اوچتوي.
بيا د لغمان پوهنتون استاد عمران الله خنجر، مهترلام ښاروال انجينر نظيف الله الکوزي، د ولايتي شورا مرستيال حاجي عبدالعزيز او د ځوانانو د ښوونيز پارلمان غړي خيبر نيازي په وار سره د ځوانانو په مسوليتونو، په ټولنه کې د ځوانانو په ارزښت او يو شمېر نورو برخو باندې خبرې وکړې. دوی په خپلو خبرو کې وويل : دا مهال ډيری ځوانان وزګار دي چې ډېری يې  د لوړو زده کړوسندونه هم لري، له مرکزي دولته په ځانګړي ډول له مسولو ادارو څخه غواړو چې وزګارو ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره کړي، څو له يو لوري د وزګارتيا کچه راټيټه شي او له بل لوري به ډېری ځوانان په دندو وګمارل شي.
دلغمان امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد په ملي امنيتي ځواکونو کې د ځوانانو ميړانې وستايلې او د دوی د قرباينو قدرداني يې وکړه.
ده  په ځوانانو غږ وکړ چې د خپلو ملي امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي، له دوی سره اوږه په اوږه په ملي امنيتي پوځ کې دندې ترسره کړي، څو په ټول افغانستان په ځانګړي ډول په لغمان کې غوره امنيتي فضا برابره شي.
ده همداراز له ځوانانو وغوښتل چې وسله والو مخالفينو ته په سيمو کې ځای ور نه کړي، د هغوی د ورانکاره فعاليتونو د ترسره کولو مخنيوی وکړي، څو د لغمان ولسونه په ډاډ منه فضا کې خپل ژوند پرمخ يوسي.
وروسته د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په خپلو خبرو کې وويل هغه ځوانان بايد وستايل شي، چې په ورځنيو چارو کې نوښتونه ولري او د دوی ملاتړ بايد وشي.
ده وويل: د لغمان ولايتي اداره ژمنه ده، چې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي، څو وړ او په کار پوه ځوانان په دندو وګومارل شي.
ده د هغو والدينو ستاينه هم وکړه چې اولادونه يې په ملي روحيه روزلي او په ملي امنيتي ځواکونو کې د وطن د دفاع لپاره يې سوق کړيدي.
ده په ځوانانو غږ وکړه چې لرو پرتو سيمو ته رغنيز پيغامونه واستوي، څو د وطن پالنې احساس په خلکو کې لا پياوړی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته