ټولنه

په چک ولسوالۍ کې په شپږ کيلومتره سړک د کريړ اچولو کار پيل شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٠
د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دڅه دپاسه شپږو کيلومترو په اوږدوالي، په سړک د کريړ اچولو کار پرون پيل شو.
د ميدان وردګو ولايت وياند عطالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دڅه د پاسه شپږو کيلومترو په اوږدوالي په سړک د کريړ اچولو کار چې د چک ولسوالۍ د سپيې خاورې ساحه د خرباتو له کلي سره نښلوي؛ پيل شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغه سړک د کليو دبياجوړولو او پراختيا رياست له خوا د ٢٢ مليونو افغانيو په لګښت په دريو مياشتوکې کريړ اچول کيږي.
ديوبل خبرله مخې :
د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ٣٢ کيلومترو په اوږدوالي د سړک د ترميمولو او بياجوړولو کار بشپړ او پرون ګټې اخيستې ته وړاندې شو.
خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه سړک د ترميمولو او جوړولو کار د کليو د بياجوړولو او پراختيا رياست له خوا د 2.1 مليو افغانيو په لګښت څلور مياشتې مخکې پيل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته