کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د سمنګانو ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د يو سيلبر او د زراعتي اوبو د يوکانال د جوړلو کار پيل شو .
د خلم ايبک د دريايي حوزې رييس غلام محمد دقيق باخترآژانس ته وويل دغه سيلبر او داوبو کانال د پنځلس مليونو افغانيو په لګښت د حضرت سلطان ولسوالۍ د آسيا باد په کلي کې د سلو مترو په اوږدوالي، درې مترو لوړوالي او څلور ديرش مترو په سور جوړيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ