سیاست

د لوګر د والي د مرستیال د شهادت په اړه د ارګ اعلامیه!

کابل باختر د غويي د مياشتې ٧ مه
په خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو د تروریستي برید په پایله کې د لوګر د والي مرستیال قمرالدین شکیب شهید او څو تنه نور ټپیان کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس د دغه تروریستي برید د غندلو ترڅنګ د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د اسانتیاو او خدماتو په برخه کې د لوګر د والي د مرستیال قمرالدین شکیب خدمتونه او کوښښونه د قدر وړ وبلل.
جمهور ریېس په ټینګار سره وویل، د افغانستان دښمنان  د ترور، وحشت، زور او تاوتریخوالي له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. همدارنګه یې په ټینګه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ترهګرو د  له منځه وړلو لارښوونه وکړه.
جمهور ریېس محمد اشرف غني د دغې پېښې د  قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي. پاى_ عطاءالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته