امنیت

په جلال آباد کې د طالبانو د راکټي بريد له امله يوتن ووژل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٠
دجلال آباد ښار په يوې ډيرې ګڼ ميشتې سيمې د طالبانو د راکټي بريد له امله يو ملکي وګړى شهيد او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دجلال آباد ښار دسمنټو پلورنې دکوڅې په يوې سيمې نن سهار دوه توغندي ولګيدل.
سيمه ييزو مسوولينو ددغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې دباخترآژانس خبريال ته وويل: دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا يو توغول شوى توغندى دسمنټو پلورنې دکوڅې په يوه ګڼ ميشته ساحه کې ولګيد او دويم توغندى په همدې کوڅه کې په يوه کور ولګيد چې يوازى مالي تاوان يې اړولى دى.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال هم په دغو سيمو دتوغنديو لګيدل او له امله يې د سر اوښتې زيانونه تاييد کړل او ويې ويل چې وسله وال طالبان ددغو بريدونو مسوول دي او ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
دننګرهار ولايت يو روغتيايي مسوول همايون ظهير وايي چې له دغې پيښې څخه يو مړى او اووه تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي چې د دوو تنو روغتيايي حالت خراب دى .
تراوسه پورې هغه ځاى چې ور څخه دجلال آباد په ښار راکټي بريد شوى دى ، تثبيت شوى نه دى .
  پوليسو په دې باب تحقيقات پيل کړي دي.
ختم-سعيده-حامد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته