امنیت

په کندز کې يوشمېر مشکوک کسان ونيول شول

کابل باختردتلي دمياشتې ١١ نيټه :
نهه تنه په کندز ولايت کې پرون د جنايي جرمونوپه تور ونيول شول.
باختر آژانس دکندز ولايت د ملي امنيت رياست د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ:
امنيتي منسوبينو د تېرو څو ورځو په بهيرکې نهه تنه د وژنې، انسان تښتونې، د طالبانو په ډله کې دغړيتوب، په غيرقانوني ډول د وسلو دليږدونې، اخلاقي فساد او د تابيعت د تذکرو د جعل او تزوير په تور له کندز ښار او شاوخوا سيمو څخه نيولي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له نيول شويو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه او يو  سراچه ډوله موټر هم ترلاسه شوى دى.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته