سیاست

دملي امنيت سلاکار دسيمې دهېوادونو دملي امنيت دشورا دسلاکارانو په غونډه کې وينا وکړه .

کابل /  دليندۍ ٢٩مه / باختر:
دملي امنيت سلاکار  ډاکتر حمد الله محب په دې وروستيو وختو کې په تهران کې دسيمې دهېوادونو دملي امنيت دشورا دسلاکارانو او منشيانو په دويمه غونډه کې وينا وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، محب په دې وينا کې دسيمې حالت تحليل کړ او هغو مسئلو ته يې اشاره وکړه چې سيمې ته يې ځانګړى ارزښت وربخښلى دى.
محب په دې وينا کې طرحه کړه زموږپه سيمه کې  له يوه هېواد څخه بل هېواد ته دانرژى دلېږدونې کليدي تګلورى شتون لري.
ځوان کاري ځواک دمالونو توليد او سوداګري هغه استثنايي  فرصتونه دي چې سيمې ته يې ارزښت وربخښلي دى .
هغه په دې وينا کې سيمه ييزو ګواښونو ته هم اشاره وکړه او دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه  يې په  سيمه کې  درښتينې سولې دساتوونکو په توګه وبلل .
هغه په ننګرهار کې دداعش له ماتې سره هم اړيکه ونيوله او ويې ويل ما دمسکو په غونډه کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې دنړيوال تروريزم په ګوندو کول د طالبانو دستونزې له حل پرته ډير سخت کار دى .
هغه دغه راز وويل چې دافغانستان دولت دوسله ييز حل  يوې لارې ته درسېدو لپاره دګاونډيو هېوادونو اودنورو  بين المللي  همکارانو دهمکاريو هرکلى کوي . هغه دافغانستان داسلامي جمهوريت دسولې هغه پروګرام چې په اوو فقرو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په واسطه جوړ شوى دى يادونه وکړه او په تفصيل سره يې ددولت دسولې په پروګرام کې شاملې فقرې بيان کړې .
  ختم_ ف  اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته