نړۍ

په چين کې د دوو چاودنو له امله ١٩ تنه ووژل شول.

پيکينګ- دان – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دچين په ختيځ کې د دوو چاودنو له امله څه ناڅه نولس تنه ووژل شول.
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: لومړى پيښه د ډبرو سکرو په يوه کان کې دګازو د ډبي دچاودنې له امله رامنځته شوه چې دوه تنه پکې ووژل شول او اته تنه نور په کان کې بندپاتې شول دغه پيښه په جان اکسي ولايت کې رامنځته شوه او دکان خاوند نيول شوى دى .
دويمه پيښه هم دچين په ختيځ په يو رستورانټ کې دګازو د ډبي دچاودنې له امله رامنځته شوه چې څه ناڅه اوولس تنه پکې ووژل شول.
دغه پيښې چې پرون له غرمې مخکې په وهو ښارکې رامنځته شوې په رستورانت کې د اورلګيدنې سبب شوى .
دغه پيښې دچين په ختيڅ کې په جنګسي سيمه کې له چاودنې وروسته رامنځته شوې چې له امله يې اووه تنه ووژل شول او يو پنځوس تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته