سیاست

جمهوررئیس غني د عصمت الله علي زاده د ستونزې د حل په موخه مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له عصمت الله علي زاده سره چې د مارشال محمد قسیم فهیم ملي دفاعي پوهنتون په کانکور آزموینه کې د لوړو نمرو په لرلو هم ونه توانېد بریالی شي، وکتل او د نوموړي ستونزې یې واورېدې.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه، جمهوررئیس غني وویل، عصمت الله علي زاده د ځانګړې ژمنتیا بېلګه ده چې زموږ ځوانان یې له ملي اردو سره لري.
جمهوررئیس د کانکور مسوولینو او د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون رئیس ته لارښوونه وکړه، باید په ازموینو کې شفاف او واضح معیارونه په پام کې ولري.
هغه زیاته کړه، ستاسو د کارشېوه د ملي روحیې سبوتاژ کول دي، ستاسې اقدامات باید ټولو ته روښانه او واضح وي او قانع کوونکی ځواب ولرئ.
جمهوررئیس غني وویل، زموږ لپاره د راتلونکي مسئله مهمه ده. د دولت دروازه د ټولو پرمخ پرانېستې او عصمت الله علي زاده چې لوړې نمرې وړي، تر نن مازدیګر پورې دې د بریالیو په لیست کې شامل شي.
د هېواد جمهوررئیس، د ملي امنیت شورا دفتر ته لارښوونه وکړه، یوه ځانګړې او باظرفیته کمېټه دې چې ملي لیدلوری تمثیل کړي ایجاد او د مارشال محمد قسیم فهیم ملي دفاعي پوهنتون مقررې او د ازموینو پر ډول دې بیا ځلي غور وکړي، دغه راز د هغو کسانو لپاره چې لوړې نمرې وړي، ځانګړی ریزرف وجود ولري.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته