کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان پرون په بادغيس کې له سرحدي ځواکونو سره دنښتې په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د بادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ دجوي ګنج دکلي په مربوطاتو کې دسرحدي پوليسو په امنيتي پوستې بريدوکړ چې دنښتې په بهير کې د ملاحضرت او محمد يوسف په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان ووژل شول او بسم الله ، لعل محمد او دمحمد داود په نومونو درې تنه نور وسله وال طالبان په داسې حال کې چې ټپيان او له يوې اندازې جنګي وسايلو او مهماتو سره ونيول شول.
د طالبانو د ډلې د ددغو دوو تنو قوماندانانو دتشکيلا تي مرکز په دړې وړې کيدو سره په بالامرغاب کې طالبانو ته زيات زيان اوښتى دى .
0 1 دقیقه لوستل