سیاست

جمهوررئیس غني: د ځوانانو د پیاوړتیا او د ادارو د ځوانولو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلم

کابل باختر د لړم شپږمه
جمهوررئیس غني د هلمند ولایت ځوانانو او د مدني ټولنې له غړو سره وکتل. هغوی جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال په بېلابېلو برخو کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس د لاسته راوړنو او کوښښونو قدرداني وکړه.
هغوی په دولتي پوسټونو کې د ځوانانو د ګومارنې لپاره د مننې ترڅنګ د سرحدي ولسوالیو د امنیت د تامینولو، د زورواکو پر وړاندې د عملي ګامونو، د برېښنا د نرخ د راټیټولو، د ځوانانو لپاره د تحصیلي بورسویو د ورکړې او د صنعتي پارک د جوړولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس وویل، زه د ځوانانو پرارادې باوري یم او د ځوانانو د پیاوړتیا او د افغانستان د ادارو د ځوانولو لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلم. هغه زیاته کړه، ځوان نسل په امنیت، پوهنه، روغتیا او کرکيله کې اصلاحات غواړي او زموږ تګلاره له اختطاف څخه د دولت ژغورل دي.
جمهوررئیس د هلمند ولایت د امنیت په اړه وویل چې د دفاع وزارت په ګومارنو کې د زورواکو لاسوهنه اتیا سلنه راټیټه شوې ده او د ۲۱۵ میوند قول اردو به د هلمند ولایت د ولسوالیو د امنیت بنسټي تامین لپاره ډېره پانګونه وشي.
همداراز جمهوررئیس غني وویل د هلمند ولایت لپاره به د لومړۍ درجې ولایت ټولې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي، دغه راز د هلمند ولایت لپاره د یوه معیاري اداري کمپلکس بودجه نهایي شوې ده. هغه زیاته کړه، ځوانان دېته اړتیا نه لري په واسطو او وسیلو پسې وګرځي، ځکه ادارې د ولس د خدماتو لپاره دي او تاسو به د شفافې لارې څخه د ولس د ښه خدمت په موخه په ادارو کې وګومارل شئ.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته