خبرونهامنیت

د هوايي قواوو عمومي قومندان غور ته سفر وکړ

کابل، د لېندۍ ۹ مه، باختر

د غور سیمه ییز مسوولین وايي، چې د هېواد د هوايي قواوو قومندان عبدالغفار محمدي او ورسره مل پلاوي غور ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا احمد شاه دین دوست سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مولوي عبدالغفار محمدي د دغه ولایت له والي او هوايي ډګر د مفرزه قطعې له مسوولینو سره په کتنه کې د هغوی کړنې وستایلې او دې برخه کې یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي غور ته د خپل سفر موخه د دغه ولایت د مفرزه قطعې د ستونزو څېړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې به شته ستونزې له مسوولینو سره په همغږۍ حل کړي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا