ټولنه

د څو پروژو کار بشپړ شو

کابل باختر دسلواغې شلمه :
د اوونيمو مليونو افغانيو په ارزښت د قندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې څو ټولګتې پروژې نن د استفادې وړ وګرځيدې.
دقندهار ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس عبدالقيوم د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست له خوا دکليوالي ثبات دپروګرام په چوکاټ کې عملي شوې دي .
  دده دڅرګندونو له مخې: په دغو پروژوکې دسړکونو ترميم ، اوارول اوکريړ اچول ، د اوبو د بندونو اوکاريزونوجوړول، د ټولنيزو مرکزونو، استنادي ديوالونواو د اوبو بريښنا د کوچنيو بندونو جوړول، دلاسي بمبو درول او د اوبو د کانالونو جوړول شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته