امنیت

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې خپلو ملګرو ته ماينونه ولېږدوي.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١١ وسله وال طالبان ووژل شول.
په جګړه کې د وسله والو طالبانو څو سپکې او درندې وسلې او ماينونه د پوځيانولاسته ورغلي دي.
ويل کېږي په جګړه کې پوځيانو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
د قندهار پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د لسو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته