خبرونهروغتیا

له افغانستان سره د ۱۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د کرونا واکسين مرسته کېږي

۳۰- کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
نړيوال بانک په افغانستان کې د ۱۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د کرونا واکسين برابروي.
د افغانستان جمهوررييس محمد اشرف غني وويل چې نړيوال بانک او د افغانستان نورو همکارانو ژمنه کړې ده چې د ۱۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت افغانستان ته د کرونا واکسين برابروي.
محمد اشرف غني زياته کړه: نړيوال بانک او هغه همکاران چې د افغانستان د بيارغاونې له صندوق سره مرسته کوي، په پرنسيب کې موږ ته نور ۱۰۰ میليونه ډالر ورکوي.دغه راز آسيايي بانک نور ٤٩ میليونه ډالره د کرونا واکسين په خاطر له موږ سره ژمنه کړې ده.
په همدې حال کې د عامې روغتيا وزارت وايي چې داسې ژمنې يې ترلاسه کړې چې په لومړي پړاو کې به د افغانستان ٢٠ سلنې وګړو ته د کروناويروس واکسين برابر شي.
دغه وزارت زياتوي: حکومت هلې حلې کوي چې د هېواد ٢٠ سلنې نورو وګړو ته هم د کرونا واکسين برابر کړي.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته