کابلباختر د زمري ٣١
هغه سړى چې په بغلان ولايت کې دکانونو وزارت د څلورو تنو انجنيرانو د تښتولو دسازمان ورکوونکي په توګه ياديږي د امنيتې ځواکونو له خوا ونيول شو.
شيراحمد نن غرمه د بغلان ولايت له تاله او برفک ولسوالۍ څخه نيول شوى دى .
د بغلان ولايت د تا له او برفک د ولسوالۍ امنيه قوماندان کريم دادباخترآژانس
ته وويل ، شيرمحمد د هغې ډلې قوماندان دي چې د تيري پنجشنبي په ورځ يې د کانونو و زارت څلورتنه انجنيران د تاله او برفک ولسوالۍ له مربو طاتو څخه تښتولي وو .
دکانونو وزارت دغه څلورتنه انجنيران د مسو د يوکان د شتون دڅيړني لپاره غوښتل دباميا نو ولايت دسيغان کهمرد ولسوالۍ ته لاړ شي چى د ناپيژندل شويو سله والو کسا نو له خوا وتښتول شول ، خو يو انجنير دده د ورني له هلوځلو وروسته د تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوى دى .
د تا له او برفک امنيه قوماندان وايي چې دوى د انسان تښتونکو دډلې د مشرپه نيولو سره هيله لري چې درې تنه نور انجنيران هم ومومي او خوشې يې کړي .
تر او سه پورې روښانه نه ده چى دغه انسان تښتوونکې ډله له طالبانو سره اړيکي لري که څنګه ؟
0 1 دقیقه لوستل