فرهنګ

دحکومت او رسنيو دګډې کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
دخبريالانو او رسنيو دامنيت اومصوونيت دتامينولو لپاره دژورنالستانو فدراسيون  او دحکومت  دهمغږي  دګډې کميټې غونډه  نن له غرمې وروسته  دجمهور رييس  دمرستيال او ددغې کميټې درييس قانونپوه سروردانش  په مشرۍ جوړه شوه .او په دې برخه کې بيلابيلې موضوعګانې وخيړلې شوې .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دغونډې په پيل کې  دجمهور رييس مرستيال  دشهيدانو په تيره بيا په وروستيو تروريستي بريدونو کې  دهېواد درسانه يي شهيدانو پاک روح ته درود واستاوه او له وروستيو  پيښو سره درسنيو له چلند اودوروستيو تروريستي بريدونو د فرقه يي  ښودلو دمخنيوي په خاطر  دژورناليستانو فدراسيون  داعلاميې له امله مننه وکړه .
  دجمهور رييس مرستيال په افغانستان کې دخبريالانو دحالت دښه والي په لاره کې  درسانه يي ټولنې او دافغانستان ددولت  دګډو هڅو له امله قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې دافغانستان حکومت  هڅه او هاند کوي چې دخبريالانو او رسنيو دامنيت دتامينولو اودخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دقضيو دتعقيبولو په وړاندې  خپل مسووليت  په اساسي ډول  ترسره کړي .
  ده په همدې لاره کې  دافغانستان امنيتي او عدلي بنسټونو ته يادونه وکړه چې دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي دقضيو د دوسيو په برخه کې  خپلې څيړنې په باوري او مدون  ډول په ډير لنډ ممکن وخت کې بشپړ کړي او نتيجه يې  ددغې کميټې په واک کې ورکړي .
  په دې غونډه کې له اجندا سره سم  دکورنيو چارو وزارت  استازي په وروستي  يوه مياشت کې  دهېواد په کچه دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي په باب  ددغه وزارت  دکړنو رپوټ وړاندې کړ .
دکورنيو چارو وزارت  درپوټ له مخې  په تيره يوه مياشت کې دچاريکار ښار په مظاهرو کې دخبريالانو  دوهلو او ډبولو  قضيه ، دپروان ولايت  دفرهنګ او ګرځندوى دآمر په کور دناپيژاندو کسانو بريد ،  په پروان ولايت کې  درمز هستي اوونيزې مسوول مدير ته سپکاوى ، په پروان ولايت کې  دراډيو شهر دکارکوونکو پرخلاف  ګواښونه ، په زابل ولايت کې  دباختراژانس دخبريال  وهل او ډبول  او هم په دايکنډي کې  دراډيو نسيم  کارکوونکو ته  درواني ګواښ  قضيه  دکورنيو چارو وزارت له خوا  څيړل  شوې ده .
  دغه راز دهېواد دملي امنيت رياست  دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  او ګواښ  ديو ديرشو موردو قضيو دتعقيبولو او په دې باب  دعملي اجرااتو په اړوند  درسنيو او دحکومت  ګډې کميټې ته  رپوټ  ورکړ .
دملي امنيت دلوى رياست استازي  دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  دقضيو  له جملې څخه  د ماندګار ورځپاڼې دمسوول مدير پرخلاف  دتاوتريخوالي او ګواښ او دغه راز  دهشت صبح ورځپاڼې دامتياز دخاوند پرخلاف دتاوتريخوالي او ګواښ  د قضيې په باب  په زيات تفصيل سره رپوټ ورکړ .
  دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم  رپوټ ورکړ چې ولايتونو ته  دخبريالانو  دمصوونيت  دګډې کميټې  دطرز العمل دابلاغ  له پيل څخه تراوسه پورې  دقضيو دڅيړنې لپاره  ١٤٢ غونډې  جوړې شوي دي  چې دڅيړل شويو قضيو له جملې څخه  اته ويشت قضيې  مثبتې نتيجې ته  رسيدلي دي .
  ددغې ادارې  درپوټ له مخې  تراوسه پورې دباميانو او تخار په ولايتونوکې دولايتي ګډې کميټې غونډه  يولړ ستونزو له امله نه ده جوړه شوې . چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به ددغو دوو ولايتونو ستونزې هم  حل شي .
په دې غونډه کې دغه راز دلوى څارنوالي استازي  دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  دقضيو د دوسيې  دڅيړنې او داجرااتو دبهير په باب  کميټې ته  رپوټ  ورکړ .او زياته يې کړه  چې لويه څارنوالى  په ټول توان سره  ددوسيو دبشپړولو لپاره  هڅه او هاند کوي .
دلوى څارنوالى  داستازي  دڅرګندونوله مخې ،  همدا اوس دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  دوه قضيې  په عملي توګه  تر څيړنې لاندې دي .
  دغه راز  دژورناليستانو فدراسيون  استازي او د  نى بنسټ  رييس  صديق الله توحيدي  په دې غونډه کې ټينګار وکړ دهغو خبريالانو له کورنيو سره   چې په وروستيو پيښو کې  شهيدان شوي دي  او هم د يک ټلويزيون  له شبکې  سره  چې هغو زيانونو او تاوانونو ته  په پاملرنې سره چې ليدلي يې دي  بايد مالي مرسته وشي .
ده دغه راز  په ننګرهار کې  دداعش راډيو د نشراتي فعاليت له امله انديښنه څرګنده کړه او په دې باب يې  دمسوولو ارګانونو  په پاملرنې باندې ټينګار وکړ .  په دې غونډه کې دغه راز  دسيمه ئيزو ارګانونو  دمعين له خوا دحکومت  دسيمه ئيزو بنسټونو دوياندويانو دګواښ مسئله هم طرحه شوه . او دغونډې غړو په دې برخه کې خپلې نطريې  طرحه کړې او لازمې لارښوونې  صادرې شوې.
په پاى کې  دخبريالانو دملاتړدصندوق  دمديريت دڅرنګوالي موضوع  وڅيړل شوه .
  دخبريالانو دمصوونيت  دګډې کميټې دغونډې غړو داړوندو ارګانونو درپوټونو له اوريدو او دغونډې دغړو له خوا  دنظريو او وړاندېزونو له طرحه کيدو وروسته  ،  دغونډې په پاى کې  پريکړه وکړه چې  دکورنيو چارو او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  وزارتونه دې بايد  له تخنيکي پلوه په ننګرهار کې  دداعش راډيو  دخپرونو دمخنيوي لپاره  اقدام وکړي . او هم دکورنيو چارو  وزارت او دملي امنيت  لوى رياست دې  دحکومت دسيمه ئيزو ادارو دوياندويانو دګواښ مسئله  په جدي توګه  تعقيب کړي . اوپه دې برخه کې دې عملي اجراات وکړي .
  په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت  او لوى څارنوالي ته  لارښوونه وشوه چې  دخبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  قضيې دې بايد  په ډير لنډ ممکن وخت کې بشپړې  او تفکيک شوې  او مفصل رپوټ يې  کميټې ته وړاندې کړي .
دغه راز  پريکړه وشوه چې  دفدراسيون  او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له لارې دې  دباميانو او تخار په ولايتونوکې  د ګډې کميټې  دجوړولو لپاره  بيړنى اقدام وشي .
دخبريالانو دملاتړدصندوق  دادارې  دڅرنګوالي په برخه کې هم  پريکړه وشوه چې موظفه کميټه دې داوسني فدراسيون او صندوق  په استازيتوب له لازمو خبرو او څيړنې وروسته  دخبريالانو دملاتړ دصندوق  دمديريت په برخه کې خپل  پيشنهاد کميټې ته وړاندې شي .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دهغو خبريالانو  له کورنيو سره دحکومت دمرستې څرنګوالي چې په وروستيو تروريستي پيښو کې شهيدان شوي دي  وڅيړل شي او په دې برخه کې دې  لازم تصميمونه ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته