امنیت

د مينه منګل اصلي قاتل ونيول شو

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه
د کابل پوليسو د يوه ټلويزيوني پروګرام د وياندې مينې منګل د وژنې اصلي عامل ونيو.
مينه منګل د ولسي جرګې رسمي کارکوونکې وه چې د روان کال د غويي په ٢١مه  د کابل ښار د نوې کارتې په سيد نور محمد شاه مېنه کې په ډزو سره ووژله شوه.
دې په يوه خصوصي ټلويزيوني شبکه کې د کار سابقه درلوده.
پوليسو دغه قضيه د کورنيو ستونزو زيږنده بللې وه.
اوس د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې د مينې منګل د وژنې اصلي عامل چې د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې پټ شوى و، نيول شوى دى.
نيول شوى سړى بازمحمد ياد شوى دى، خو د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې  ويل نه دي  شوي چې دوست محمد له مينې منګل سره څه پيوند درلود؟
د کابل پوليسو د مينې منګل د وژنې په لومړۍ ورځ څو تنه د هغې د کورنۍ د مستقيمې ادعا له مخې نيولي وو.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته