اقتصاد

په باميانوکې د موټر د تګ راتګ دوه پلونه پرانستل شول

باميان باختر دمرغومي دمياشتې ٤ نيټه :
په باميانوکې د موټر د تګ راتک دوه پلونه پرون د دغه ولايت د والي له خوا پرانستل شول او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه دوه پلونه په دې وروستيو وختوکې د باميانو ولايت د پنجاب ولسوالۍ د غرغري د غاښي په خوله کې او د دهن تګاب برګ په ساحوکې  جوړ شوي دي.
د باميانو دفوايد عامې رياست مالي آمر غلام نبي فقيري دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه پلونه په کانکريټي ډول هر يو دپنځلسو مترو په اوږدوالي او د  اوو مترو په سور د هندوستان په مالي مرسته د شپاړلسو ميليونو  دوه سوه څلور شپيتو زرو  افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته