کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ٢١ مه :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، د غبرګولي میاشتې په ۲۹ مه نېټه په افغانستان کې د امریکا سفارت له شارژدفیر ښاغلي هوګولورنس، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې دواړو لوریو پر مالي اصلاحاتو، د ۱۳۹۶ مالي کال د پراختیایې بودیجې پر لګښت، د ملي عوایدو په راټولېدو، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له لوري پر لومړۍ بریالۍ ارزونې، د څارنې او همغږۍ (JCMB) د ګډ بورډ غونډې ته پر چمتو والي چې ټاکل شوې ده په را روانه جولای میاشت کې تر سره شي، بهرنیو ځواکونو ته د نفتي موادو پر ګمرکي معافیت او یو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ