امنیت

په کابل کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول .

کابل باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
په کابل ولايت کې نن سهار ديو ماين دچاودنې له امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، ماين دلب جر په ساحه کې په کثافاتوکې ځاى پرځاى  شوى و، ماين هغه وخت  وچاوديد چې درې تنه ماشومان دکثافاتو په راټولولو  بوخت وو ،دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي  وايي چې په دې پيښه کې دوه تنه ماشومان شهيدان او يو تن بل  ټپي شو .
دپيښې  قربانيان له اتوڅخه ترلسو کلونو پورې  وو .   ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته