Uncategorized

په فارياب کې بيځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

٣٩- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
په فارياب کې ٣٠٠ نوي بيځايه شوي کورنيو نن نغدي مرستې ترلاسه کړې .
د فارياب د والي وياند باختراژانس ته وويل دغه کورنى د نا امنيو له امله د فارياب له ولسواليو او له ګاونډيو ولايتونو څخه بيځايه او په ميمنې ښار کې ځاى پرځاى شوي دي.
د دارت موسسې په هرې کورنى ٢٨٠ ډالره وويشل .
د يوبل خبرله مخې؛ د اکتيد موسسه په فارياب کې له ١٥٣اړو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه .
ويل کېږې په هرې کورنى ٥٠٠٠ افغانۍ ويشل شوې دي.
د فارياب والي نقيب الله فايق چې د دغومرستو د ويشلو په غوڼډه کې حاضر و، له نورو مرستندويوموسسو وغوښتل چې د ژمي په موسم کې له دغو کورنيو سره چې له جدي ستونزو سره مخ دي،مرسته وکړي.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته